سه شنبه, ۲۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
امریکا یي ګټو ته د پاکستان له خوا پابندي د افغانستان کډوالو ناورین لاپسې سختوي.
بسم الله الرحمن الرحيم
امریکا یي ګټو ته د پاکستان له خوا پابندي د افغانستان کډوالو ناورین لاپسې سختوي.

خبر:

امریکا متحده ایالات غواړي، چې پاکستان د افغان مهاجرو پر مخ خپلې پولې پرانیزي. د بهرنیو چارو یوه لوړ پوړي چارواکي خبریالانو ته د امریکا متحده ایالاتو لخوا د افغان مهاجرو  لپاره په نوي پروګرام کې وویل: نو د پاکستان په څېر ځای کې به دا اړینه وي، چې د دوی پولې خلاصي وي.   

تبصره:

د امریکا د غوښتنو پر وړاندي د ملی امنیت مشاور «معید یوسف» وویل، ولې يې در په دره کړو؟ په خپل هېواد کې یې لومړنۍ اړتیاوې ورپوره کړئ. پاکستان د نورو کډوالو ځایولو ظرفیت نه لري. سرچینه: (ډاون)

د یوسف له غبرګون سره سره، څرګنده حقیقت دادی چې پاکستان له تېرو ۴۰ کلونو راپدیخوا افغان کډوال د امریکا بهرني سیاست پر اساس منلي دي.

په 1980م کې، پر افغانستان د شوروي یرغل او ورپسي د امریکا  کلک ملاتړ له افغان مجاهیدینو څخه پاکستان ته د افغان کډوالو د لومړۍ څپې لامل شو. شوروي اتحاد پر افغانستان برید وکړ، ترڅو له منځنۍ آسیا هېوادونو څخه د ایران اسلامي انقلاب د خپرېدو مخه ونیسي. امریکا د شوروي پر وړاندي غبرګون وښود او د پاکستان له لارې یې په قبایلي سیمو کې افغان مجاهدینو روزل او په وسلو سمبالول، ترڅو د شوروي پر وړاندي جګړه وکړي. خونړۍ جګړه ـ د بررژنیسکي د زرغون بیرغ پلان و، چې د اسلام په واسطه سره پوځ ته ماتې ورکړي ــ چې پایله یې د افغانانو کډوالي شوه پاکستان او ایران ته.

د کډوالۍ دویمه او درېیمه څپه له هغه وروسته راغله، چې شوروي پوځ په ۱۹۸۹ م کې ماتې وخوړه. وروسته له هغه کورنۍ جګړه له ۱۹۹۲ م څخه تر ۱۹۹۶م د افغان قومندانانو ترمنځ، چې د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو يې دوام درلود، ایران او پاکستان ته د ډېرو افغانانو د کډوالۍ لامل شو. د طالبانو راپورته کېدل د امریکا له هڅو وروسته چې د 1800 کیلو متره تیلو پایپ لپاره له ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند(ټاپي) پروژې تېرولو لپاره امن ځای ولري. دا پروژه د UNOCAL شرکت لخوا پیل شوي وه او واشنګټن په غاړه اخیستې وه.

د 2001 م، په اکتوبر کې د پاکستان لپاره لوی بدلون هغه وخت رامنځته شو، چې امریکا د تروریزم په نامه جګړه (GWOT) د طالبانو پر وړاندي پیل کړه. له دې سره د افغان کډوالو څلورمه څپه د پاکستان پر لور لاړه. اوسمهال 2.8 میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي. دا له هغه وروسته چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ په وینا 3.8 میلیونه افغان کډوال يې بیرته ستانه کړي دي.

په دغه دوره کې د پاکستان پوځ په میلیونونو پاکستاني وګړي په قبایلي او شمالي سیمو کې د امریکا رضایت لپاره ځای پر ځای کړل. په 2009 م کې، د پاکستان پوځ د توره تالنده عملیات د امریکا په دستور د افغان مقاومت د پرې کولو لپاره پلي کړل، چې دا د 2.3 میلیونه پاکستاني وګړو د بيځایه کېدو لامل شو. سرچینه:(ټایمز اېف انډیا) له دې سره لویدیځ او هند بلوڅ ملتپالان وهڅول چې د پاکستان له پوځ سره ونښلي، چې له دې سره نور پاکستاني وګړي بیځایه شول.

نن، د طالبانو او افغان قبایلو په لاس له ماتې وروسته، بایډن غواړي چې پاکستان د افغان کډوالو پرمخ پولې پرانیزي، چې ډيری يې د امریکا همکاران دي چې له پرمختلونکي طالبانو څخه تيښته کوي. نو د افغانانو کډوالي پاکستان ته دوام لري، په افغانستان کې د امریکايې پالیسۍ سره د پاکستان د مرستې پایله. 

هر څوک چې لږ سیاسي پوهاوی ولري په افغانستان او پاکستان کور دننه کې د امر یکا له بدلونونو او پالیسۍ ملاتړ د پاکستان ملاتړ يې ناوړې پایلې رامنځته کړي. پاکستان په افغانستان کې د امریکا ځای ناستی او په کوردننه کې نظامي او ملکي رهبري د امریکایي ګټو ساتلو لپاره تحقیریږي.

یوازینۍ حللاره د افغان کډوالۍ او پاکستاني - افغاني بيځایه شویو لپاره داده چې دواړه هېوادونه په ګډه د خلافت بیا تاسیس لپاره (د نبوت په منهج باندي د خلافت تاسیس دی). یوازې اسلام کولی شي چې د لویدیځ لخوا د افغاني او پاکستاني وروڼو ترمنځ رامنځته شوي دښمني او نفاق له منځه یوسي. الله تعالی فرمایې:

﴿وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ وَاذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىَ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ﴾ (الامران: ۱۰۳)

ژباړه: تاسو د الله پر رسۍ (دین) په جمع سره منګولې ښخې كړئ او سره بېلېږئ مه او د الله (هغه) نعمتونه را یاد كړئ چې پر تاسو باندې شوي دي، كله چې تاسو دښمنان وَئ، بیا الله ستاسو د زړونو تر منځ جوړښت راوسته، نو د هغه په (دې) نعمت سره تاسو وروڼه شوئ او تاسو له اور نه د ډكې كندې پر غاړه وَئ، نو تاسو يې له هغه نه وژغورلئ، همدارنګه الله تاسو ته خپل ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو سمه لار ومومئ.

عبدالمجید بهاتی

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

 ژباړن: احمد یاسر

 

Last modified onدوشنبه, 30 آګست 2021

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې